د افغانستان د خبريالانو مرکز د سرچینو په حواله راپور ورکړ، په کندهار کې د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال، محمد ابراهیم محتاج د شنبې په ورځ (د زمري په ۶ مه) د طالبانو لخوا نيول شوى دى.
ښاغلی محتاج د «ملت ژغ» سيمه ييزې راډيو خبریال دی.
که څه هم د طالبانو امنیتي ادارو ویلي چې دغه سړی یې نه دی نیولی، خو د افغانستان د خبريالانو مرکز د یوه ځايي خبریال په حواله ليکلي چې ښاغلی محتاج شنبه د مازديګر ٤بجې له خپل کاري دفتره کور ته پر لاره و چې د طالبانو امربالمعروف لخوا نیولی شوى دی.
د ښاغلي محتاج د برخلیک او د هغه د نیول کېدو د علت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
محمد ابراهیم محتاج له څه باندې یوه کال راهیسې د ملت ژغ راډیو د خبریال او د خپرونو وړاندې کوونکي په توګه دنده ترسره کوله.
طالبانو هم د دغه خبریال د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د معلوماتو له مخې، دا په تېره يوه مياشت کې په کندهار کې د محمد يار مجروح په ګډون چې د چنګاښ په ٢٢مه د استخباراتو له خوا نيول شوى و؛ لږ تر لږه درېيم سيمه ييز خبريال دى چې نيول کېږي.
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د رسنیو او خبریالانو پر کار سخت بندیزونه لګولي او لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یې نیولي دي.