طالبانو په غزني ولایت کې یو سړی د «غلا» په تور په عام محضر کې په درو وواهه.
د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سړی د اندړو په ولسوالۍ کې «۳۵ درې» وهل شوی او په دوه کاله بند محکوم شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د بشري حقونو او نړیوالو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د تورنو کسانو پر مجازاتو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبان تورن کسان مدافع وکیل ته له لاسرسي او قانون ته په پام پرته مجازات کوي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته سزا ورکولو طريقه «غیر اخلاقي» دي او باید ژر تر ژره ودرول شي.
د يادولو وړ ده، د آمو د موندنو پر بنسټ، د طالبانو سترې محکمې په تېرو درېیو کلونو کې ۳۷ کسان سنګسار کړي دي.
د آمو موندنې ښيي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په ټول هېواد کې د ۱۰۶ ښځو په ګډون ۵۸۷ کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.