د وېنزویلا د ټاکنو د چارواکو له خوا د پایلو د اعلان پر بنسټ، نیکلاس مادورو د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې.
رویټرز راپور ورکړی چې د وېنزویلا د ټاکنو چارواکو نن سهار (دوشنبه، جولای ٢٩مه) د ټاکنو پایلې اعلان کړې.
د دغه راپور له مخې ښاغلي مادورو په دې ټاکنو کې ۵۱ سلنه رایې ګټلې دي.
په همدې حال کې د مادورو سیال اډمونډو ګونزالېس ۴۴ سلنه رایې ګټلي دي.
د پايلو له اعلان وروسته نیکلاس مادورو د وېنزویلا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خپلو پلویانو ته ويلي چې د دغه هېواد د ولسمشر په توګه د ده بیا ټاکل کېدل په وېنزویلا کې د سولې او ثبات د بریا په معنا دی.
هغه همداراز زیاته کړه چې نن (دوشنبه، د جولای ٢٩مه) به د «ستر ملي ډیالوګ» ترسره کولو لپاره یو فرمان لاسلیک کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، چې هغه جدي اندېښنه لري چې اعلان شوې پايلې ښايي د وېنزویلا د خلکو ارادو او رایو منعکسونکي نه وي.