افغانستان

وي نیوز: د طالبانو له حاكميت له وروسته په سیمه کې ترهګریز فعالیتونه زیات شوي

وي نيوز راپور ورکړی، وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر هېواد واک تر لاسه کړى، په سیمه کې په ځانګړې توګه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې «ترهګریز» فعالیتونه زیات شوي دي.

له دې وړاندې طالبانو په کراتو افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او ویلي یې دي چې له افغانستانه ګاونډیو او سیمې ته کوم ګواښ نشته.

خو دغه رسنۍ لیکلي: «د طالبانو تر نفوذ لاندې ډېری ترهګریز سازمانونه لکه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او داعش خراسان ډله په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.»

د وي نیوز وايي، ایران پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې له وروستیو«ترهګریزو» پېښو وروسته له افغانستان سره خپله پوله وتړي.

په دغه راپور کې راغلي، «ایران چې د ترهګرۍ له مخ په زیاتېدونکي ګواښ سره لاس او ګرېوان دی، له افغانستان سره د خپلې پولې په اوږدو کې د ۳۰۰ کیلومترو په اوږدوالي د څلور متره لوړ دیوال د جوړولو پلان عملي کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د ایران د دفاع وزیر محمد رضا آشتياني ویلي وو چې په افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو بيا فعالېدل د ټولې سیمې لپاره لوی ګواښ دی.

هغه په ​​کرمان کې د داعش خراسان له برید وروسته وویل، «د کرمان په چاودنه کې لاس لرونکي ترهګر له افغانستانه څخه ايران ته ننوتل.»

له بل پلوه، پر افغانستان د طالبانو د بياځلي حاکميت راهيسې چاودنو، ځانمرګو او وسله والو بریدونو  په پاکستان کې زیاتوالي موندلى دی.

پاکستاني چارواکي د دې بریدونو پړه پر ټي ټي پي اچوي او افغان طالبان د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) په ملاتړ تورنوي.