د متحده ایالاتو، جاپان، هند او استرالیا د بهرنیو چارو وزیرانو په ټوکیو کې د سمندري امنیت او د سایبري دفاع د رامنځته کولو لپاره د نوښتونو په اړه خبرې وکړې.
رویټرز راپور ورکړی چې نن (دوشنبه، جولاى ٢٩مه) په جاپان کې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ، د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرهمانیام جایشنکر، د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوکو کامیکاوا او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې خبرو کې برخه اخیستې وه.
د راپور له مخې، پرون د واشنګټن او ټوکیو ترمنځ امنیتي خبرې هم وشوې، چې په کې دواړو متحدینو چین د سیمې پر وړاندې تر ټولو ستر ستراتیژیکه ننګونه وبلله.
خو د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر د نن ورځې په څلور اړخېزه سرمشریزه کې وویل: «موږ ټول پوهیږو چې زموږ سیمه او نړۍ بدلېدو په حال کې ده. موږ ټول پوهیږو چې موږ په دې وروستیو لسیزو کې په خپله سیمه کې له خورا دښمنانه شرایطو سره مخ یو. موږ ټول په سیمه کې سولې، ثبات او سوکالۍ ته ارزښت ورکوو، او موږ ټول پوهیږو چې دا ډاډمن نه دی. موږ ټول پوهیږو چې نشو کولى دا بديهي تلقي کړو.»
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوکو کامیکاوا د سایبري امنیت د ظرفیتونو پر رامینځته کولو او د سمندري امنیت په برخه کې د روزنې فرصتونو چمتو کولو پر اړتیا چې په هند او آرام سمندر کې د سوکالۍ ساتنه وکړي او وده ورکړي، ټينګار وکړ.
د يادولو وړ ده، چې متحده ایالاتو د یکشنبې په ورځ په جاپان کې د خپل نظامي قوماندې د بیاکتنې په اړه له خپل متحد د ځواکونو سره د ژورې همغږۍ په موخه خپل پلانونه اعلان کړل.
رویټرز راپور ورکړی چې دا د هغه اقداماتو یوه برخه وه چې د متحده ایالاتو او جاپان ويلي وو چې « امنیتي چاپیریال د پرمختګ» په حال کې دى.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د نننۍ غونډې په پیل کې وویل: «اوس موږ جګړې لرو[ لکه په] په غزه، اوکراین او جنوبي سوډان کې چې ډېره پاملرنه راجلبوي.»
هغه زیاته کړه: «موږ هغه کارونه چې باید ترسره یې کړو، ترسره کوو.« د دې شخړو د پای ته رسولو لپاره هغه څه چې اړتیا لرو ترسره کوو. موږ خپلې سترګې له لاسه نه دي ورکړي او په پرېکنده ډول په دې ګډې سیمې تمرکز کوو.»
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د امریکا د دفاع وزیر لوېډ آسټن هم د فیلیپین له چارواکو سره پر امنیتي مسایلو خبرې وکړي.