د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په جرمني کې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د ځای پر ځای کولو په اړه د امریکا پرېکړې ته په اشارې سره پر امریکا تور پورې کړ چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د توغندیو کړکېچ د سړې جګړې پر لور روان دی.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې ښاغلي پوتین متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی چې روسیه به د منځني واټن اټمي وسلې او ورته توغندي لویدیځ ته نږدې ځای پرځای کړي.
د روسیې ولسمشر په سنټ پیټرزبرګ کې په خپله وینا کې زیاته کړه چې د امریکا توغندي به په راتلونکي کې په اتومي وسلو سمبال وي او د روسیې په خاوره کې د دوی د ډزو او د هدفونو د ویشتلو تر منځ واټن به ۱۰ دقیقې وي.
پوتین وايي، مسکو په اروپا او د نړۍ په نورو برخو کې د امریکا او د هغې د «ملګرو» فعالیتونه څاري او پر بنسټ به یې «متقابل اقدامات» وکړي.
د هغه په وينا، واشنګټن کړکېچ ته لمن وهي او تر دې وړاندې يې ډنمارک او فليپين ته څو توغنديز سيسټمونه لېږلي دي.
د روسیې ولسمشر وویل: «دا وضعیت د سړې جګړې او په اروپا کې د امریکا د منځني واټن ویشتونکو او پرشېنګ توغندیو د ځای پرځای کولو یادونه کوي.»
ښاغلي پوتین د خپلو پخوانیو دریځونو په تکرارولو سره وویل چې مسکو کولی شي د واشنګټن د اقداماتو په ځواب کې د لنډ واټن او منځني واټن اټمي توغندیو تولید بیا پیل کړي.
د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې سپینې ماڼۍ اعلان کړی و چې امریکا به په ۲۰۲۶ کال کې په جرمني کې اوږد واټن ویشتونکي توغندي ځای پر ځای کړي تر څو «په سیمه کې د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو باثباته حضور ته پراختیا ورکړي او ناټو او د اروپا دفاع ته خپله ژمنتیا وښيي.