د کاناډا د ښځو د فوټبال د ټیم مشر روزونکی د خپلې مخالفې لوبډلې د جاسوسۍ په تور د پارېس د ۲۰۲۴ کال د المپیک له لوبو څخه وویستل شو.
بیو پرېستمن همدا راز د پارېس له المپیک څخه د ګوښه کېدو او له فوټبال څخه د یو کلن بندیز وروسته د دغه هېواد د ملي ټیم له لوبغاړو بښنه وغوښته.
د واشنګټن پوسټ په وینا، پرېسټمن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هغه به د ويډيو اخيستونکو ډرون په اړه د فیفا څېړنو کې همکاري وکړي.
ښاغلي پرېسټمن وویل: «زه د لوبغاړو لپاره په بشپړ ډول زړه ماتى شوی یم او د هغه اغېزو لپاره چې په دوی ټولو یې کړې دي د زړه له تله بښنه غواړم. په ځمکه کې د ټیم د مشر په توګه، غواړم حساب ورکوم او زه اراده لرم چې په څېړنو کې بشپړه همکاري وکړم.»
فیفا پرون بیو پریسټمن او د هغه دوه مرستیالان د ډرون ویډیو کیمرې په واسطه د نیوزیلینډ د ښځینه فوټبال ملي ټیم روزنې غونډې د جاسوسۍ په تور د فوټبال اړوند ټولو فعالیتونو څخه د یو کال لپاره بې برخې کړل.
دغه راز د کاناډا د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې له امتيازاتو څخه چې په تېر پړاو کې یې د سرو زرو مډال ګټلی و، ۶ امتيازه کم شوي دي.
د کاناډا حکومت د دغه هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې د مشر روزونکي د ګوښه کېدو په غبرګون کې اعلان کړى، چې د ښځو د فوټبال له هغو چارواکو سره به له مالي مرستو ډډه وکړي، چې د فیفا له خوا محروم شوي دي.
د کاناډا د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزلنډ ته ٢پر١ ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې یې فرانسې ته هم په همدې پایلې سره ماتې ورکړه. خو د ۶ امیتازونو د ویستلو له امله اوس د «الف» ګروپ په دریم ځای کې دی.