سوداګري

د بلخ ولایت بڼوال وایي د امکاناتو نشتوالي له امله سږ کال حاصلات کم دي

د بلخ ولايت د دهدادي ولسوالۍ بڼوال وايي، سږ کال يې د شفتالو ونې له يوې خوا د افتونو له امله اغېزمنې شوې او له بلې خوا يې مناسبه وده هم نه ده کړې.

دغه بڼوال په دې ولسوالۍ کې د کافي اوبو نشتوالى، د کيمياوي سرې نشتوالى او د ونو د دوا پاشۍ نشتوالى د شفتالو د حاصلاتو د کمښت اصلي لاملونه ګڼي.

دوی وايي، سږ کال د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د شفتالو د باغونو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ډېر کم دي، د دې ولسوالۍ بڼوال د کیمیاوي سرې کمښت، د کافي اوبو نشتوالی او د شفتالو د ونو لپاره د دوا شېندلو نشتوالی د دې ستونزې لوی لاملونه ګڼي.

نعمت الله، یو بڼوال وایي: «سږ کال د شفتالو باغونه ډېر کوچني دي او هيڅ نه لویېږي، د تېرو کلونو په پرتله ډېر کم شوي دي.»

نعمان الله، یو بڼوال وایي: «اوبه نشته کله چې د شفتالو ونې اوبو ته اړتیا ولري اوبه نه وي. اوس موږ نه شو کولای چې سرې وکاروو، ځکه چې شفتالو ضایع کیږي.»

د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د کافي اوبو نشتوالى د دې لامل شوى چې د دې ولسوالۍ کروندګر د وريجو، جوار او نخودو په څېر د مهمو حاصلاتو له کښت لاس واخلي.

عبدالله د بلخ ولایت یو بڼوال وایي: «اوس د نخودو د کرلو موسم دی، د جوارو د کرلو موسم دی، خو کله چې اوبه نه وي، کیفیت یې خرابیږي.»

خو یو شمېر دغه کروندګر له ملاتړو بنسټونو د مرستې تمه لري.

عبدالرشید، یو کروندګر آمو ته وویل: « له اسلامي امارت او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې له کروندګرو سره مرسته وکړي تر څو په خپلو پښو ودریږو.»

دغه کروندګر وايي، له یوې خوا له وچکالۍ سره لاس او ګرېوان دي او له بلې خوا یې د کورنیو د خرڅلاو بازار ډېر کمزوری شوی دی.