افغانستان

د کابل په بازارونو کې د سیم کارتونو نشتوالي ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

يوشمېر کابل ښاريان  وايي، له څه مودې راهیسې د مخابراتي شرکتونو ګڼې ګوڼې د کابل اوسېدونکو ته د سیم کارت اخیستل ستونزمن کړي دي.

پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د مخابراتي شبکو د سیم کارتونو د ترلاسه کولو لپاره شپې ورځې انتظار باسي، خو سیم کارتونه نه ورکول کېږي.

د کابل دغه يوشمېر اوسېدونکي  نیوکه کوي چې د سیم کارتونو د ثبت پروسه هم ستونزمنه شوې ده.

د کابل يوشمېر اوسېدونکي وايي هر ورځ په لسګونه کسان د خپل د سيم کارتونو د ثبت په موخه د سيم ثبتوونې استازوليو ته مراجعه کوي.

د کابل يو شمېر ښاريان وايي د مخابراتي شبكو يوشمېر استازوليو د سيم کارتونو د وېش بهير درولى چې دې چارې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. 

کابل اوسېدونکی سديس ( مستعار نوم) وايي: « مونږ په ورځو ورځو په تمه کوي، بیا وایي نوى سیمکارت نه لرو»

د کابل يو بل اوسېدونکی محمد زياتوي: «کله چې لاړو څو سیمکارت واخلم راته یې وویلې، اوس دسیمکارتونو وېش بند دى، او سيم کارت نه لرو.»

د مخابراتي شرکتونو ځینو سرچینو ویلي چې طالبانو مخابراتي شرکتونو ته امر کړی چې د سیم کارتونو د ثبت بهیر ته لومړیتوب ورکړي.

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د سیم کارتونو د ثبت پروسه هم ستونزمنه ده او یوازې د برېښنايي تذکرې یا پاسپورټ په مرسته دا چاره ترسره کېدای شي.

په همدې حال کې د کابل اوسېدونکی احمد وويل: «اوس که څوک بريښنایي تذکره یا پاسپورټ ونه لري نو د سیمکارت ثبت لپاره باید ځان سره یو ملګری چې تذکره ولري یوسي.»

په مخابراتي شرکتونو کې ځینې سرچینې وايي چې طالبانو هم د سیمکارتونو د وېش پر پروسه محدودیتونه وضع کړي او مخابراتي شرکتونه له دې امله د میلیونونه افغانيو زیان سره مخ دي.