افغانستان

نن؛ د زمري ٧ د ملي بیرغ ورځ ده

نن یکشنبه د زمري ۷مه د افغانستان د «ملي بیرغ ورځ» ده.

د زمري ٧مه په ١٣٩٨هـ لمريز کال کې د تېر افغان حکومت پر مهال  د ملي بیرغ د ورځې په توګه ونومول شوه.

له ١٣٩٨هـ لمريز کال وروسته هر کال په ټول هېواد کې دغه ورځ د ملي بیرغ د درناوي ورځ په توګه نمانځل کېږي. خو وروسته له هغه چې طالبانو پر هېواد واک تر لاسه کړ، له ټولو دولتي ادارو او عامه ځایونو څخه یې د افغانستان بیرغ ښکته کړ او پر ځای یې خپل بیرغ پورته کړ.

طالبانو تر دې وړاندې خپل بیرغ د افغانستان د بیرغ په توګه معرفي کړی و.

په همدې حال کې د راپورونو له مخې، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو یو شمېر غړو ځيني افغانان د افغانستان د بیرغ لرلو او ساتلو له امله ځورولي  او ځینې وختونه يې نیولي هم دي.

تر دې مخکې د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت د افغانستان د بیرغ د پورته کولو پر مهال د هېواد خلکو دا ورځ په کنسرتونه، نڅاګانو او خوشالۍ سره نمانځله.

د يادولو وړ ده، چې تېر افغان حکومت په ١٣٩٨ کال کې د دې ورځې د نومونې په مناسبت په ټول افغانستان کې یو میلیون درې رنګه بیرغونه وېشلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په خپل تاریخ کې د هر رژیم له بدلون وروسته د ملي بیرغ د بدلون شاهد دی.