نړۍ

په نیویارک کې د طالبانو بیرغ پورته کولو له امله يوې کورنۍ تنبیه شوه

د نیویارک په بروکلین کې د یوې کورنۍ غړي له خپل کوره بهر د طالبانو د بیرغ د پورته کولو له امله تنبیه شوه.

د نیویارک پوسټ د راپور پر بنسټ، د دغې کورنۍ غړو ویلي چې دوی نه پوهېدل چې بیرغ د افغان طالبانو پورې اړه لري.

نیویارک پوسټ راپور ورکړی چې په نیویارک کې د بروکلین سيمه ييزې شورا غړې اینا ورنکوف د تېرې اونۍ د سه شنبې په ورځ له کور څخه بهر په آنلاین ډول يوه ویډیو خپره کړه او ویې ویل: « موږ پخپل منځ کې د ترهګرو ملاتړي لرو.»

دغه رسنۍ د يادې کورنۍ د کره پېژند په اړه څه نه دي ويلي؛ خو لیکلي یې دي چې دا کورنۍ مسلمانه ده.

په هغه عکس کې، چې د نیویارک پوسټ لخوا خپور شوی، د استوګنې د ودانۍ په دروازه کې د فلسطین بیرغ ترڅنګ د طالبانو بیرغ لیدل کیږي.

دغه رسنۍ د يادې کورنۍ کړنې «کرکې وړ» بللي او د طالبانو بیرغ یې د «ترهګرۍ نښه» بللی او ویلي یې دي چې دا کورنۍ بیا د سیمه ایز مرکز لخوا رابلل شوې ده.

د راپور يوه برخه کې راغلي،«یو ٢٨ کلن سړي چې په کور کې اوسېده، د سه شنبې په ورځ ناوخته ادعا وکړه چې کورنۍ یې نه پوهېده چې بیرغ له طالبانو سره تړاو لري.» د هغه طالبانو چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د القاعده او د هغې د مشر اسامه بن لادن کوربه وو.

د يادونې وړ ده، چې دغه کورنيو له غبرګون او احضار وروسته دواړ بيرغونه ليرې کړل او ادعا يې وکړه، چې د دې عمل په خاطر ورته د مرګ ګواښونه شوي دي.