نن «یکشنبه د جولای ۲۸مه» د هېپټايټس ناروغۍ له نړیوالې ورځې یره برابره ده.
د دې ورځې په مناسبت د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان له خلکو غوښتي چې له ټولنې څخه د هېپټايټس د له منځه وړلو په خاطر دې ځانونه معاينه او واکسین کړي.
هېپټايټس د ځيګر التهاب دی چې معمولا د ویروسي عفونيت له امله رامینځته کیږي.
د يادونې وړ ده، چې دغه ناروغي هر کال په ټوله نړۍ کې په ميليونونو انسانان وژني او د قربانيانو شمېر يې هر کال زياتېږي.
ډاکټران وايي، هېپټايټس د انسان د ځيګر د سرطان، د ځيګر د زيانمنېدو او یو شمېر نورو ناروغیو لامل کېدای شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د دې ورځې په مناسبت لیکلي دي: «د عمل وخت را رسېدلى دی.»
دغه سازمان وايي راځئ همدا اوس اقدام وکړو او له بشري ټولنې څخه د هېپټايټس له منځه وړل په یو حقیقت بدل کړو.