د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد پوځ د اوکراین په ختیځ کې د لوزوفاتسکي ښارګوټی نیولی دی.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ښارګوټى بوکروفسک ښار په ختیځ کې چې د دې هېواد ځواکونو په وروستیو میاشتو کې پکې نسبتا چټک پرمختګ کړی دی، موقعیت لري.
په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزارت پرون (شنبه، د جولای ۲۷مه) اعلان کړى چې د دغه هېواد د څو ښارونو په اسمان کې يې ۱۴ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.
د روسيې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«د روسيې هوايي دفاع سيسټم د کورسک، بلګورود، روستوف، برايانسک او ليپېتسک په ګډون په بېلابېلو سيمو کې څوارلس بې پيلوټه الوتکې رانسکورې او شنډې کړې دي.»
اوکراین هم یوه ورځ مخکې (جمعه، جولای ۲۶) اعلان وکړ چې د دوی ځواکونو په کریمیه کې د روسیې پوځي هوايي ډګر بمبار کړی دی.
د اوکراین د پوځ لوی درستیز په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ: « کریمیه په لویدیځ کې د ساکي په سیمه کې د روسیې هوايي ډګر بمبار شوی او د دې عملیاتو پایلې د ارزونې په حال کې دي.»
د يادونې وړ ده چې د روان کال له پسرلي راهيسې روسيې د اوکراين د انرژۍ پر سکټور د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو بريدونه زيات کړي چې له امله يې په ډېرو سيمو کې برېښنا پرې شوې او کييف يې اړ کړ چې له اروپايي ټولنې څخه په لويه کچه برېښنا وارده کړي.