ورزش

پاریس یوه پیړۍ وروسته د ۲۰۲۴ کال د المپیک لوبو کوربه‌توب کوي

یوه پیړۍ وروسته پاریس د ۲۰۲۴ کال د المپیک لوبو کوربه توب کوي. په دغو سیالیو کې له ۲۰۵ هېوادونو ۱۰۵۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی دی.

د دغو لوبو د پرانستې مراسم په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره له لوبغالي بهر د سين سیند پر غاړه د ٦٨٠٠ لوبغاړو، د يو شمېر هېوادونو د مشرانو او ٣٢٠ زره نندارچيانو په ګډون ترسره شول.

له ۲۰۵ هیوادونو ۶۸۰۰ ورزشکارانو د سِن سیند په ۸۵ کښتیو کې پریډ ترسره کړ.

لومړی، د اولمپیک لوبو د رامنځته کېدو د ځای د یاد لپاره د یونان کاروان؛ بیا د کډوالو او افغانستان لوبډلې او بیا د نړۍ ورزشي کاروانونه د سِن سیند شاوخوا له په زړه پورې ځایونو تېر شول.

د ایفل برج ته مخامخ شپږ کیلومتره لېرې د سيند دواړو غاړو ته د نړۍ له ګوټ ګوټ ۳۲۰ زره نندارچيانو د دغه سترو ورزشي سيالیو د مراسمو ننداره وکړه.

ټوني سټانګوټ، د پاریس ۲۰۲۴ المپیک د تنظیم کمیټې مشر وایي: «موږ واقعاً ډیر خوښ یو. دا ډیر ښکلي مراسم وو چې په حقیقت کې هغه څه ته ورته وو چې موږ یې په اړه خوب لیدلی وو. موږ څو کاله سخت کار وکړو چې د فرانسې، د اولمپیک لوبو او ورزشکارانوهرکلی وکړو. موږ وغوښتل بشپړ نوي مراسم وړاندې کړو، چې په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره له لوبغالي بهر، په سن سیند کې ترسره کړو.»

په دې مراسمو کې د بریتانیا د لومړي وزیر، د جرمني د لومړي وزیر، د اسپانیا د پاچا، د فرانسې د ولسمشر، د امریکا د لومړۍ مېرمن او د فیفا د رئیس په ګډون د نړۍ شاوخوا سل مشرانو او لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.

ډومینیک سیکو، په پاریس کې د یوې قهوه خونې څښتن، وایي: «موږ ډیر خوښ یو چې ځوانان او نور ټول د یوې عالي نندارې لپاره سره راټول شوي تر څو نړۍ ته د انسانیت یووالی وښیې.»

یاسمین، د پاریس اوسېدونکې وایي: «دا بشپړه یوه تاریخي شیبه ده. په دودیز ډول، د فرانسې په پاریس کې د المپیک لوبو له پیلیدو څه باندې سل کاله تېر شوي دي.»

د کاروانونو له تېرېدو سره هم مهاله، د سن سیند په شاوخوا کې په پلونو او ودانیو کې د موسیقۍ او د لوګي پورته کېدو نندارې هم ترسره شوې.

د کاروانونو له تېرېدو وروسته، له فلزي سوارلۍ سره یو فلزي آس د اولمپیک له بیرغ سره چې سمبولیک حلقې دي ورباندې، له سیند تېر شو.

بیا په سیالۍ کې د ګډون کوونکو هیوادونو بیرغونه د ایفل برج مخې ته پورته شول او د هغې مخې ته یوې فلزي زغره والې ښځینه سپرلۍ د اولمپیک بیرغ وګرځولو او د اولمپیک بیرغ هم په غلطۍ سره سرچپه پورته شو.

د المپیک مشعل د فوټبال د اتل زین الدین زیدان، د ټینس نړیوال اتل رافایل نادال او نورو ورزشکارانو ترمنځ لاس په لاس شو او په پای کې د المپیک لوی او اصلي مشعل د پاریس د لووفع موزیم مخې ته د دوو ورزشکارانو لخوا روښانه شو.

په دې مراسمو کې د نړۍ د موسیقۍ ستورو هم ګډون کړی وو.

د دغو لوبو د پرانیستي مراسم د سن سیند په یوه پل کې د امریکايي موسیقۍ ستوري لیډي ګاګا له خوا پیل او د کاناډايي موسیقۍ ستوري سیلین دیون په اجرا سره چې څلور کاله د عضلاتو د سختوالي په ناروغۍ اخته او له موسیقۍ لېرې وو، د ایفل برج پر سر پای ته ورسید.

د دغو لوبو د پرانیستي مراسم تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شول. فرانسوي چارواکو ویلي دي چې د اولمپیک لوبو د امنیت د تامین لپاره یې پنځوس زره پولیس ګمارلي دي.

د مراسمو له پیل څو ساعته مخکې، د فرانسې په شمال ختیځ کې د پاریس په سویل لویدیځ کې، او همدارنګه د بلجیم پولې ته نږدې د فرانسوي اورګاډي په شبکه کې هېکري بریدونه وشول.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده چې په غزې او اوکراین کې جګړو د ترهګریزو د احتمال په اړه اندیښنې راپارولي دي.

د المپیک لوبې له یوې پېړۍ وروسته یو ځل بیا په پاریس کې ترسره شوې. په دې سیالیو کې چې ۱۶ ورځې دوام کوي له ټولې نړۍ ۱۰۵۰۰ ورزشکارانو برخه اخیستې ده.