افغانستان

د هېواد په ٦ ولايتونو کې د توپانونو، سېلابونو او سختو بارانونو اټکل شوى

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې نن(شنبه، زمري ٦مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو د هېواد په ٦ ولايتونو کې د تېزو بارانونو،توپانونو او سېلابونو اټکل کړى دى.

د دغه ادارې د خبر پاڼې پر بنست، ننګرهار،نورستان،کونړ،پکتيا،خوست او پکتيکا ولايتونه به دوه ورځې(شنبه زمري٦،يکشنبه د زمري٧مه) د تېز باران، تالندې برېښنا،توپانونواو سختو سېلابونو شاهدان وي.

د خبرپاڼه له مخې، په بېلابېلو سيمو کې به د ورښت کچه  له ١٥تر ٣٠ملي مترو پورې وي.

دغه ادارې همداراز د سالنګونو په ګډون د هېواد په شمالي، لوېديځو، سوېلي،ختيځو او مرکزي ولايتونو کې په يو ساعت کې له ٥٠ څخه تر ٩٠ کيلومترو په سرعت د دړو او خاورو سره  د تېزو توپانونو د لګېدو خبر ورکړى دى.

په افغانستان کې سږ کال سېلابونه د لسګونه کسانو د مړينې؛ د هېواد په شمالي ولایتونو کې د زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکې او د خلکو د کورونو د ویجاړېدو لامل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې مياشتې په ترڅ کې په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله تر ۴۰ ډېر کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.