افغانستان

ایران او پاکستان په دوو ورځو کې شاوخوا ۳زره۵۰۰ کډوال اېستلي 

په دوو ورځو کې شاوخوا ۳زره۵۰۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه وېستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې (پنجشنبه، زمري ۴ او جمعه ۵مه) ۳زره۴۷۹ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په «جبري ډول او په خپله خوښه» اېستل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ایران ۳زره۷۵۵ او پاکستان ۴۰۴ کسان اېستلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت وايي، ۲۰۸ کسان د تورخم له لارې او ۱۹۶ یې د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

 د دغه خبرپاڼې له مخې، په دې وروستیو کې ۲زره۳۸۵ کسان د هرات د اسلام کلا له لارې او ۶۹۰ نور یې د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند نوې څپه چې تېره اونۍ د تهران په ځینو برخو کې د دریو افغان کډوالو له خوا د یوه ایراني وګړي په وژل کېدو پیل شوه، لا هم دوام لري.

د يادولو وړ ده، چې د ایران حکومت په ١۴٠٢ کې د تصویب شوي پلان له مخې د بې اسناده کډوالو وېستل پیل کړل.

ایراني رسنیو ویلي چې د دغه پلان له عملي کېدو وروسته په یوه ورځ کې ۵زره کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.