افغانستان

ازبک او طالب پلاويو د آمو سیند د ویجاړو شویو برخو پر پیاوړتیا ټینګار کوي

د ازبکستان د اوبو د وزیر شوکت همرایوف په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته راغلی او د طالبانو له یوه پلاوي سره یې د آمو د سیند شاوخوا زیانمنو برخو څخه لیدنه کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دواړو لورو پلاويو د آمو سیند د شاوخوا سیمو د لا تخریب پر مخنیوي ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي، چې د آمو سیند په شااوخوا کې ژوند کوي، هر کال په دې سيند کې د اوبو د ډېرېدو له امله اغېزمن کېږي.

دغه هېوادوال وايي چې هر کال؛ په ځانګړې توګه د آمو په سیند کې د اوبو د ډېرېدو په موسم کې، د دوی کروندې اغیزمنې کیږي او د دوی د ځمکو لویه برخه اوبه وړي.

دغه هېوادوال د دغو زيانونو دليل د آمو سيند په څنډو کې د افغان لوري د پیاوړتیا کمښت بولي.