افغانستان

طالبانو په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت لپاره شارژدافیر وټاکه

طالبانو فضل محمد صابر په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت لپاره د شارژدافیر په توګه معرفي کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وياند ضیاء احمد تکل پر اېکس د يوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشيد مرادوف د دوى د شارزدافير د منلو په مراسمو کې  ویلي، هیله من دی چې د ترکمنستان او طالبانو د ډیپلوماټیکو هڅو په پایله کې د ټاپي د ګازو د پایپ لاین، ټاپ  او د تورغندي – هرات د ریل پټلۍ پروژې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې هیڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

که څه هم طالب چارواکو په وار وار له نړۍ، سیمې او د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي چې دوی په رسمیت وپېژني، خو آن هغه هېوادونه چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري لکه روسیه، چین او ایران  هم داسې کوم اقدام نه دى کړى.

په دې وروستیو کې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف په یوه مرکه کې ویلي چې هېواد به یې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو په لرې کولو او رسميت پېژندلو کې خپلې ګټې په نظر کې ونيسي.

په همدې حال کې په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال غلام رضا نجاري د غبرګولي په اوومه ويلي و چې طالبان تمه لري چې ایران به لومړنی هېواد وي چې دوی به په رسمیت وپېژني، خو دغه هېواد تر اوسه په دې برخه کې کوم ګام نه دی پورته کړی.