د امو موندنې ښيي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰۶ ښځو په ګډون ۵۸۷ کسان د ټولو په وړاندې په دُرو وهلي دي.
د امو موندنې ښيي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰۶ ښځو په ګډون ۵۸۷ کسان د ټولو په وړاندې په دُرو وهلي دي.
د هغو شمېرو پر بنسټ چې د طالبانو د سترې محکمې له خوا په تېرو درېیو کلونو کې خپرې شوي، طالبانو په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۷۳ ښځو په ګډون ۲۹۸ کسان د ټولو په وړاندې کې په دُرو وهلي دي.
۱۴۰۲ کال هم د تېر کال په څېر و. طالبانو سږ کال هم د ټولو په وړاندې د سزا ورکولو لړۍ روانه ساتلې او د ټولو په وړاندې یې د ۶ ښځو په ګډون ۴۴ کسان په دُرو وهلي دي.
له دې سره هم مهاله؛ د طالبانو سترې محکمې د ۱۴۰۲ کال د غویي په ۱۴مه اعلان وکړ چې د دوی محکمو په ټول افغانستان کې ۱۷۵ تنه د قصاص، ۳۷ د سنګسار او څلور محکومینو ته د دیوال د ړنګولو سزاګانې اورولې دي.
دا هغه شمېرې دي چې د طالبانو سترې محکمې تر اوسه خپرې کړي دي، خو د هېوادوالو په وینا د طالبانو له خوا د قصاص او سنګسار شمېرې تر هغه زیاتې دي چې تر دې مهاله یې وړاندې کړې دي.
که څه هم د طالبانو له خوا جسمي سزاګانې له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې، خو دغه لړۍ په روان هجري لمریز کال کې هم دوام لري.
د طالبانو د سترې محکمې د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو په روان هجري لمریز کال کې د ۲۶ ښځو په ګډون ۲۴۵ کسان د ټولو په وړاندې په دُرو وهلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې طالبانو په غزني، فراه، لغمان او سرپل ولايتونو کې د پنځو کسانو د اعدام د حکم په اړه څه نه دي ويلي.
تازه؛ طالبانو تیره ورځ د بامیان ولایت په مرکز کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه د ناوړه اړیکې او غلا په تور په د ټولو په وړاندې په دُرو ووهل.
د بشري حقونو فعالان د هېوادوالو پر وړاندې د طالبانو چلند ظالمانه ګڼي.
سیما نوري، د بشري حقونو فعاله وایي: «د هېواد د وګړو پر وړاندې د طالبانو چلند ظالمانه دی. طالبان د اسلام د تفسیر او لوستلو له لارې خپلې غوښتنې د هېواد پر وګړو تحمیلوي.»
د هیواد اوسېدونکي هم د طالبانو د چلند په اړه ترخې خاطرې لري.
د کابل یوه اوسېدونکې وايي: «طالبان نه دي بدل شوي او دوی د پخوا په څېر سړي او ښځې د خلکو د سترګو په وړاندې په دُرو وهي. نړۍ باید چوپه خوله پاتې نه شي.»
د مزارشریف یوه اوسېدونکې وایي: «طالبانو د سپورت میدانونه د دُرو وهلو په میدانونو بدل کړي دي، موږ د بشري حقونو له بنسټونو څخه غواړو چې د طالبانو د دې ټولو ظلمونو په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.»
وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل، له هغه څه څخه چې دوی یې د شریعت پلي کېدل بولي؛ د هېوادوالو پر وړاندې تر ټولو سختې سزاګانې عملي کړې دې. د اعدام حکم او قصاص، سنګسارول، تر دیوال لاندې کول او د ټولو په وړاندې د دُرو وهل هغه څه دي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د هېوادوالو په وړاندې عملي کړي دي.