ورزش

د مراکش فوټبال لوبډلې ارجنټاین ته ٢ پر ١ ماتې ورکړه

د پاریس د المپیک د فوټبال سياليو په لومړنیو لوبو کې د مراکش لوبډلې د ارجنټاین لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د ۲پر ٢ په پایلې سره میدان ته د نندارچیانو او مینه والو د راتګ له امله ودرول شوه.

خو د لوبې له ودرېدو یو نیم ساعت وروسته د ارجنټاین وروستی ګول د «وي اى آر» له لاخوا ناسم اعلان شو او لوبه د ۲پر ١ په توپیر د مراکش په ګټه پای ته ورسېده.