افغانستان

سرچینې: په فاریاب کې د وسله والو په بريد کې دوه تنه وژل شوي

File photo.

سرچينې وايي، د فاریاب ولایت دوه تنه اوسېدونکي د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د چهلګزي ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په یوه لیک کې چې یوه کاپي یې آمو ته رسېدلې، راغلي چې دغه دوه تنه د چهلګزي ولسوالۍ د اصحاف کهف کلي اوسېدونکي او د یوې کورنۍ غړي وو.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د دې  کورنۍ يو غړى ټپي شوى دى.

تر اوسه د يادې پېښې انګېزه نه ده څرګنده شوې.