افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې له ٢زرو ډېر کډوال ايستلي

عکس از آرشیف

په یوه ورځ کې څه باندې دوه زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه ویستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون(چهارشنبه، زمري ٣) له ایران او پاکستان څخه ۲زره۷۹ افغان کډوال په «جبري او اختیاري» ډول ايستل شوي دي.

د دغه خبرپاڼې له مخې، ایران يو زرو ۶۶۴ او پاکستان ۴۱۵ افغان کډوال ايستلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت زیاته  کړې چې ۱۷۷ تنه د تورخم او ۲۳۸ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

په همدې حال کې او د دغه خبرپاڼې پربنسټ، يو زرو۶۶۴ نور کډوال د نیمروز ولایت د پل ابرېشم د پولې له لارې  افغانستان ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان له دې يوه ورځ وړاندې(سه شنبه،زمري) ۵زره۹۹۲ افغان کډوال ایستلي وو.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، تېره ورځ ایران ۴زره۶۳۰ او پاکستان ۳۶۲ افغان کډوال له دغه هېواده ايستلي دي.