نړۍ

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر «عادلانه سوله» د چین د ستراتیژیکو ګټو تأمينوونکې وبلله

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولبا وايي، په دغه هېواد کې د «عادلانه سولې» ټينګښت به د بیجینګ «ستراتیژیکې ګټې»  تأمينې کړي.

د نيويارک ټايمز د خبر له مخې، ښاغلي کولبا پرون ورځ (چهارشنبه، جولاى ۲۴) د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره په ګوانګژو کې ليدلي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر له غونډې وروسته په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چین« د نړۍ د یوه ځواک په توګه په سوله کې مهم رول لوبوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر چین تور ولګاوه چې په سنګاپور کې د شانګري لا امنیتي سرمشریزه کې په قصدي ډول د سولې خبرې سبوتاژ کوي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې چین ته د ښاغلي کولبا سفر د روسیې سره د جګړې پای ته رسولو په موخه د ډیپلوماټیک حل موندلو لپاره د کیيف مخ په زیاتېدونکي لېوالتيا څرګندوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر همداراز ويلي چې هېواد یې د سولې خبرواترو ته چمتو دی او ټینګار یې وکړ چې کیيف به یوازې هغه وخت له مسکو سره خبرې وکړي چې مقابل لورى په «ښه نیت» خبرواترو ته چمتو وي.

کولبا همداراز زیاته کړې، چې دا ډول چلند اوس مهال په روسیه کې نه لیدل کیږي.