افغانستان

طالبانو په بامیان کې درې تنه په «عام محضر» کې په درو ووهل 

انځور له آرشیف

طالبانو په بامیان کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه په عام محضر کې په درو ووهل.

سرچینو آمو ته په یوه رالیږل شوي پیغام کې ویلي چې طالبانو دغه درې تنه د پرون(چهار شنبه، زمري ٣)  ماسپښین د بامیان په مرکز کې د ولایت په پارک کې په درو وهلي دي.

که څه هم د طالبانو لخوا د ياد کسانو د مجازاتو لامل نه دی څرګند، خو سرچينو ويلي چې طالبانو له دوى هر يو ٢٥ درې وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونوبنسټونو او نړیوالو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د تورنو کسانو پر مجازاتو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغوی مدافع وکیل ته له لاسرسي او قانون ته په پام پرته سزا ورکوي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته سزا ورکولو طريقه «غیر اخلاقي» ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.

د يادولو وړ ده، چې طالبانو د تېر کال د تلې له اوومې راهیسې د ښځو په ګډون شاوخوا ۵۰ کسان په «عام محضر» کې چې درې ښځې هم پکې شاملې دي، په درو وهلي دي.