نړۍ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت: د فون در لاین ټاکل کېدل په اروپايي ټولنه کې یوه «غمجنه پېښه» ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ويلي، د اورزیلا فون در لاین بیا ټاکل کېدل په اروپايي ټولنه کې یوه «غمجنه پېښه» ده.

آغلې زخارووا ويلي چې د اروپايي ټولنې د کمیسیون د مشرې په توګه د مېرمن درلاین بیا ټاکل کېدل په اروپايي ټولنه کې یوه غمجنه پاڼه ده چې په اروپايي ټولنه کې د ثبات، امنیت او سوکالۍ تمه ترې نه شي کېدلاى.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې دا انتخاب په اروپا کې آزادي او ولسواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

آغلې زخارووا زياته کړې، فون در لاین په اروپا د تسلط او د روسیې ځپنې لپاره د امریکا ملاتړکوي.

د اپریل په اتلسم ، د اروپا پارلمان فون در لاین د دوهم ځل لپاره د اروپایی کمیسیون د رٸيسې په توګه وټاکله. هغې له ۴۰۱ رایو څخه ۷۲۰ رایې ترلاسه کړې. په دې غونډه کې ښي اړخو او کیڼ اړخو اپوزیسیون پر هغې د خپلې لومړۍ دورې ژمنو په پوره کولو، د اروپا د اقتصادي رکود له منځه وړلو او د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره د تدابيرو د نه نيولو له امله په پاتې راتلو نيوکه کړې ده.