افغانستان

پاکستان د تورخم دروازه د ناروغانو د ځانګړي جواز لرونکو پرمخ وتړله

سرچینو آمو ته تایید کړې، چې د پاکستان حکومت د تورخم دروازه د الکترونیکي جواز لرونکو کسانو (چې د ناروغانو لپاره دي) د تګ راتګ پر مخ وتړله.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د تورخم دروازه د عادي مسافرو او سوداګريزو فعاليتونو پر مخ خلاصه ده.

تر دې وړاندې په تورخم کې یو شمېر افغانانو شکایت کړی و، چې د ویزې په لرلو سربېره پاکستان ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

د سفر برېښنایي جوازونه هغو ناروغانو ته ورکول کیږي چې د پاکستان روغتیایي مرکزونو کې تر روغتیایي پاملرنو لاندې دي.