افغانستان

په زابل کې ترافيکي پېښې له يو تن ژوند واخيست

په زابل ولايت کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې يو تن مړ شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي.

په زابل کې د امنيه قوماندنۍ لپاره د طالبانو  وياند ذبيح الله جوهر وايي چې په ټپيانو کې يوه ښځه هم شامله ده.

په دغه ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې د آمنيه  قومندانۍ د وياند د څرګندونو پر بنسټ، دا پېښه د شاجوی په ولسوالۍ کې  د یو فیلډر موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

همدارنګه بله پېښه د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د دوو  پاسو ډوله موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو لويو لارو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې، چې له امله يې تر اوسه لسګونه کسانو ژوند بايللى دى.

په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسٶلينو له دې وړاندې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.