د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد وايي، د دوی ترمنځ د بې باورۍ او د يوبل تخریب ذهنیت باید له منځه ولاړ شي.
هغه په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څانګې د محصلینو د فراغت په مراسمو کې وویل، «دښمنان (د طالبانو مخالفان) هڅه کوي چې زموږ په منځ کې بې باوري رامنځته کړي او د بې باورۍ ذهنیت باید له منځه یوړل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د طالب چارواکو تر منځ د اختلافاتو راپورونه خپاره شوي دي.
تر دې مخکې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په کندهار کې د لوی اختر په مناسبت پخپله وینا کې طالب مشرانو ته په ښکاره ویلي وو چې که هغه په اتفاق سره له مشرتابه لرې کړي نو دی به «خوشحاله»شي.
هغه مخکې دا هم ویلي وو چې د طالبانو غړي باید په «ښکاره توګه» یو پر بل نیوکې ونه کړي.
په همدې حال کې، د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تر دې مخکې په په غير مستقيم ډول د طالبانو مشرتابه د «واک په انحصار» تورن کړى و او ټینګار یې کړی و چې «اوسنی وضعیت د زغم وړ نه دی.»
هغه پرته لدې چې د کوم نوم واخلي وویل: «نن موږ دومره ځان حقدار احساسوو چې د ټول نظام ننګول، انحصارول او بدنامول زموږ په فکر او مزاج کې بنسټ ګرځیدلی دی.»
طالبانو تل د خپلو جګپوړو غړو او مشرتابه تر منځ اختلافات رد کړي او ویلي یې دي چې د دوى په ټولو چارو کې د دوى د مشر امر پلي کېږي.
خو د محمد یعقوب مجاهد او سراج الدین حقاني په ګډون د خلکو او رسنیو په حضور کې د طالب مشرانو سختو څرګندونو ته په کتو داسې ښکاري چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافات شته او کله ناکله په دې اړه دوی نارضایتي هم څرګندوي.