د «هوګان لاولز» په نوم يو حقوقي شرکت د امریکا په یوه محکمه کې له افغانستان څخه د ۱،۲ میلیون ډالرو د غوښتلو دعوه ثبت کړې ده.
بلومبرګ راپور ورکړ چې دغه حقوقي شرکت ياده دعوه د دوشنبې په ورځ (د جولای په ٢٢مه) د نیویارک منهاټن کې فدرالي محکمه کې ثبت کړې ده.
د راپور له مخې، هوګان لاولز د ١.٢ ملیونه ډالرو د ورکړې ترڅنګ د سود د ورکړې غوښتنه هم کړې ده.
دغه حقوقي شرکت ویلي چې د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانوپه دعوه کې يې، چې د امریکا په یوه محکمه کې يې ثبت کړې له افغانستانه دفاع کړې ده.
د بلومبرګ د راپور له مخې، هوګان لاولز د افغان حکومت غوښتنه په ۱۷ بېلابېلو مسلو کې د کار لپاره د لګښتونو د ورکړي غوښتنه کړې چې د ۲۰۱۹ میلادي کال ته ورګرځي.
دغه شرکت په نیویارک کې له یوې فدرالي محکمې غوښتي چې د دوى په حساب کې د افغانستان له پیسو د ۵۰۰زره ډالرو اضافه کولو امر صادر کړي.
د يادولو وړ ده، چې هوګان لاولز په نږدې ٥٠ هېوادونو کې له ٢زره ٦٠٠ څخه ډیر مدافع وکیلان لري.
د منهاټن په محکمه کې د شرکت له خوا د ثبت شوې دعوې له مخې، د دغه شرکت وکیلانو له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې په وړیا توګه په افغانستان کې کار کړی دی.
دغه شرکت په ۲۰۱۹ کال کې د سيپټيمبر ١١ د بریدونو د قربانیانو له خوا ثبت شوې دعوا کې د افغانستان دفاع وکړه او په ټوله نړۍ کې یې د لویو بانکونو د شتمنیو دعوې هم پرمخ وړي.
په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت تر اوسه د دغو غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو چې اوس د افغانستان حکومتي بنسټونه اداره کوي هم په دې اړه څه نه دي ویلي.