د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په ټلیفوني خبرو کې د اسرائیلو پر ضد د دغې ډلې د جګړې ستاینه وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې متقي د فلسطیني ملت او د حماس له «جهاد» څخه د طالبانو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په ټیلیفوني خبرو کې زیاته کړه چې «یووالی، استقامت او د اسلامي ارزښتونو پیروي» د جهادي مبارزو مهم اصول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالو رسنیو حماس د «ایران تر ملاتړ لاندې د وسله واله ډله» بللې ده.
د يادونې وړ ده، چې د افغان حکومت پر وړاندې د طالبانو د شل کلنې جګړې څخه د ایران د ملاتړ راپورونه خپاره شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، له اسراٸیلو سره د حماس د جګړې له پیل راهیسې په زرګونو فلسطینیان وژل شوي، په لسګونو زره ټپیان او په سلګونو زره بې ځایه شوي دي.