نړۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو ملاتړ کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وايي، دوی د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو ملاتړ کوي.

ښاغلي مېلر تېره شپه (سه شنبه – د جولای ۲۳مه) په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د ایران ولسمشر په دې برخه کې د خبرو غوښتنه وکړه وویل: «موږ لا دمخه اعلان کړی چې د ډیپلوماسۍ ملاتړ کوو».

هغه زیاته کړه چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې به تر هغه وخته پورې اوږده شي چې دغه هیواد د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې غوښتنو ته پام ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د اټومي پروګرام مسٸله له امریکا سره د دغه هېواد د اړیکو د ترینګلتیا یو له مهمو مسٸلو څخه بلل کېږي.

د امريكا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د مى په ۷مه په رسمي توګه د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو تر منځ له اټومي تړون څخه امریکا وويستله.

د امریکا پخواني ولسمشر یو فرمان لاسلیک کړ چې پر اساس یې پر ایران لګول شوي اټومي بندیزونه چې د «برجام» پر بنسټ ځنډول شوي وو، د یوې مودې په اوږدو کې بېرته واخیستل شول.

ټرمپ په ​​هغه وخت کې په خپله وینا کې یو ځل بیا ایران «په نړۍ کې د ناامنۍ مخکښوونکی» وباله او د دغه هېواد اقدامات یې لکه د تهران د میزایلو پروګرام او د لبنان د حزب الله په شان ډلو ملاتړ د ایران له خوا نړۍ ته د جدي ګواښونو د زمينې برابرولو اساس وباله.