یو شمېر ښځینه چې په د مدافع وکیلانو ازموینه کې د ګډون لپاره انتظار باسي وايي له دریو کلونو راهیسې نه دي توانېدلي په دې ازموینه کې ګډون وکړي.
یو شمېر مدافع وکیلان وايي، دوی په خپلو کارونو کې خپلواکي نه لري او مدافع وکیلان د طالبانو د عدلیې وزارت تر څارنې لاندې خپلې چارې پرمخ وړي.
د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې فعالیت په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د طالبانو له خوا ودرول شو.
مروه، د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي فارغه ده، وايي د وکیلې په توګه یې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې زده کړې وکړې، خو طالبانو ورته له درې کالو راهیسې د وکالت د جواز په ازموینه کې د ګډون اجازه ورنه کړه.
مروه، د حقوقو او سیاسي علومو فارغه وايی: «د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو محصله وم، درې کالو راهیسې په تمه یم چې موږ ښځې هم د وکالت د جواز ازموینه ورکړو، خو له بده مرغه اجازه نه راکوي او یوازې نارینه دا آزموینه ورکوي. او سره له دې چې ما ونه شول کولی دا آزموینه ورکړم زما نورې دوه خویندې، چې مدافع وکیلانې وې، د هغوی جواز لغوه شو، او اوس موږ ټول بې کاره او له سرپرست پرته په کور ناستې یو.»
د طالبانو د عدلیې وزارت وړمه ورځ له غرمې وروسته په کابل کې د مدافع وکیلانو د کار جوازونو د ترلاسه کولو لپاره د دریم پړاو ازموینې د ترسره کولو اعلان وکړ.
دغه ازموینه د څه باندې ۵۰۰ نارینه غوښتونکو په شتون او د دریم کال لپاره د ښځو له شتون پرته ترسره شوه.
ځينې مدافع وکيلان وايي، چې په خپلو کارونو کې خپلواکي نه لري او مدافع وکيلان د طالبانو د عدليې وزارت تر څارنې لاندې خپلې چارې پرمخ وړي.
له بلې خوا یو شمېر ښځینه وکیلانې وايي، چې واک ته د طالبان له رسېدو سره، له کاره بې برخې شوې او د کار جوازونه یې لغوه شوي او له زندانونو د خوشې شویو بندیانو له خوا د انتقامي بریدونو په خطر کې دي.
مدافع وکیله وايل: «دوه کاله کېږي چې د حکومت له خوا زموږ د کار جواز لغوه شوی او موږ ته د کار اجازه نه راکول کېږي، حتی په قضايي او دفاعي جلسو کې هم د ګډون اجازه نه لرو، موږ ته د دوسیو د کتلو اجازه نه را کول کیږي او یوازې نارینه اجازه لري. له بده مرغه، سره له دې چې موږ د کورنۍ سرپرستۍ یو، د هغو کسانو لخوا ګواښل کیږو چې موږ یې دوسیې مخکې پرمخ وړلې او په زندان کې وو، دا زموږ لپاره خورا جدي ستونزه ده.»
مدافع وکیله وايی: «زه د څلورو کلونو لپاره مدافع وکیله وم، خو د طالبانو له خوا زموږ د کار جواز لغوه شو، او اوس هڅه کوم چې د ځان لپاره کار پیدا کړم ځکه زه د خپلې کورنۍ یوازنۍ ګټیالۍ وم او اوس کار نه شو موندلی.»
په تېر حکومت کې د مدافع وکیلانو د جواز د اخیستو ازموینه د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې له خوا اخیستل کېده، خو طالبانو د ۱۴۰۰م کال د لیندۍ په میاشت کې په پلازمېنه کې د دې ټولنې مرکزي دفتر وتړلو او فعالیتونه یې ودرول. له هغې وروسته اعلان وشو چې د افغانستان مدافع وکیلان باید د طالبانو د عدلیې وزارت تر څارنې لاندې د «وکیلانو ریاست» تر نامه لاندې کار وکړي.
د افغانستان د مدافع وکیلانو ټولنه په ۲۰۰۷ کال کې جوړه شوې وه، چې ۶۰۰۰ غړي یې درلودل او څلورمه برخه یې ښځې وې.