رحیم سعیدي، چې په يوټيوب کې د انار په نوم د رسنیزې منځپانګې تولیدونکي چینل مدیر او خپرونو چمتوکوونکی دی، له لسو ورځو راهیسې د طالبانو په زندان کې دی.
د هغه یو شمېر خپلوان وايي چې له لسو ورځو وروسته لا هم د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه شته.
دوی دا هم وايي چې د ښاغلي سعیدي له نیول کېدو لس ورځې تېرېږي، خو طالبانو د هغه د نیول کېدو د علت په اړه څه نه دي ویلي.
ښاغلی سعیدي د روان کال د چنګاښ په ۲۴ مه د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو.
طالبانو تر دې وړاندې په کندهار کې یو سیمه ییز خبریال محمد یار مجروح له کوم دلیل پرته له احضارولو وروسته نیولی و.
نوموړی د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۲) نیول شوى دى.
طالبانو په تېرو دریو کلونو کې لسګونه خبریالان نیولي دي. د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو هم د طالبانو له خوا د یو شمېر خبریالانو د شکنجې خبر ورکړی دی.
په همدې حال کې د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د خبریالانو د ګواښلو او نيولو ۹۰ پېښې ثبت کړي دي.
د خبريالانو د ملاتړ دغه بنسټ زياتوي، دغه راپور د روان زيږديز کال له جنورۍ څخه تر جون پورې موده تر پوښښ لاندې نيسي، چې ښيي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۸۹ پېښې ثبت شوې دي.