افغانستان

په پکتيا کې يو دولس کلن هلک ځان وژنه کړې

په پکتيا ولايت کې يوه دولس کلن هلک ځان په دار ځړولی دى او خپل ژوند يې پاى ته رسولى دى.

په دغه ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې امنيه قومندانۍ  د دغه شخص د ځان وژنې لامل«کورنى تاوتریخوالى»ياد کړى دى.

په پکتيا کې د طالبانو امنيې قوماندانۍ وياند منيب ځدراڼ وايي، دا پېښه تېره ورځ (دوشنبه، د زمري ٢) د زرمت ولسوالۍ په علي جان خېلو کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړې، چې دغه هلک له خپل ورور سره تر شخړې وروسته په خپل کور کې ځان ځړولى دى.

دا په داسې حال کې ده چې په پکتيا ولايت کې وخت ناوخت د کورنيو ناخوالو او ناخوښو دودونو له امله ورته پېښې رامنځته کېږي چې ډېری قربانيان يې ښځې او ځوانان وي.