افغانستان نړۍ

په خان یونس کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۷۰ فلسطینیان وژل شوي

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په خان یونس کې د پرون ورځې (دوشنبه، جولای ۲۲) په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ فلسطینیان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې اسرائیلي پوځ تر دې برید مخکې د خان یونس ښار د ځینو سیمو د تخليې امر کړی و.

د دغه راپور پر بنسټ په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په همدې حال کې د غزې د روغتیا وزارت وايي، دغه فلسطینیان د خان یونس په ختیځ کې د بني سهیله په ښار او نورو ښارونو کې د اسرائیلي پوځیانو په هوايي بمباریو او د ټانکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

په عین حال کې د غزې د جنوبي سیمو اوسیدونکو ویلي دي چې اسرائیلي ټانکونه د بني سهیله په لور له دوه کیلومترو ډېر پرمختگ کړی او د دغې سیمې اوسېدونکو باندې چې د تیښتې په حال کې وو، ډزې کړي.

یو له دغو اوسیدونکو څخه ابو خالد رویټرز ته په یوه پیغام کې ویلي: «دا د قیامت د ورځې په څېر دی. خلک د اور لاندې تښتي. په سړکونو کې ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.»

له بلې خوا د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د خان یونس له ختیځ څخه د وتلو امر یې د هغو معلوماتو پر بنسټ کړی چې ښيي وسله وال هلته د خپلو ځواکونو د بياتنظم په لټه کې دي او په دې سیمه کې يې له خپلو پوستو راکټونه هم ویشتلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې په دغو سیمو کې شاوخوا ۴۰۰ زره کسان اوسېږي او د خپلو کورونو پرېښودو ته یې مخه کړې ده، خو مخکې له دې چې د اسراييلي پوځ بريدونه وشي، هغوی ته له خپلو کورونو د وتلو فرصت نه وو ورکړل شوى.