نړۍ

جوزپ بورېل: د اوکراین د برېښنا او هوایی دفاع زېربناوې باید پیاوړې شي

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بورېل وايي  چې د اوکراین د بریښنا زېربنا او د هوایی دفاع سیسټم دوه اصلي مسٸلې دي چې اوکراین ورسره مخ دي او باید پیاوړې شي.ش

ښاغلي بورېل ورېل د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې ويلي چې د جګړې له پیل راهیسې د اوکراین د برېښنا تولید ٧٠ سلنه ظرفیت له لاسه ورکړی او د ژمي موسم په رارسیدو ممکن د هېواد وضعیت پیچلی کړي.

هغه د اروپايي اتحادیې په غړو هېوادونو غږ وکړ چې د اوکراین د «بیارغونې او د برېښنا شبکې بديل» لپاره نور ملاتړ چمتو کړي، ترڅو دغه هېواد وکولی شي د برېښنا تولید کې پرمختګ وکړي.

په همدې حال کې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په دغه ناسته کې د اوکراین د برېښنا شبکې د بیارغونې په برخه کې له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دې موخې ته د رسیدو لپاره اوږد مهالې پانګونې ته اړتیا ده.

د يادولو ده، چې د اوکراین د برېښنا شبکه د روسیې د هدفي بریدونو له امله سخته زیانمنه شوې ده.

د هاګ په لاهه کې د جرمونو نړیوالې محکمې د روسیې د پخواني دفاع وزیر سرګي شویګو او اوسني لوی درستیز والري ګراسیموف په ګډون د څلورو جګپوړو پوځي قوماندانانو د جنګي جرمونو او د اوکراین د بریښنا زېربنا په نښه  کولو په اور  نیولو امر صادر کړى دى.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر اوکراین، چین، روسیې او امریکا ته د مجارستان د لومړي وزير ویکتور اوربان سفرونو باندې هم نیوکې کړي.

جوزپ بورېل له اوکراين وروسته دروسيې ته د اوربان سفر ته په اشارې ويلي چې په مسکو کې د پوتین سره د هغه د لیدنې پر مهال «په اوکراین کې د ماشومانو یو روغتون د روسیې په توغندیو ویشتل شوی او ویجاړ شوی دی.»

ښاغلي بورېل همداراز ټینګار وکړ چې اروپايي ټولنه د اوکراین ملاتړ کوي او د ملګرو ملتونو له منشور سره سم د جګړې د پای ته رسولو لېواله ده.