افغانستان

په هیواد کې د وروستیو توپانونو او سختو بارانونو له امله د مړو شمیر ۵۸ تنو ته لوړ شو

د هېواد په شپږو ولایتونو کې د توپان، سختو بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۵۸ ته ورسېد.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي، چې په بدخشان، بغلان، کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د وروستیو توپانونو، سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۵۸ کسان مړه شوي او ۳۸۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، يو زرو ٩۲۵ کورنۍ هم د دغو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.

اوچا وايي، د تورخم  د راستنېدونکو کډوالو په کمپ کې ۵۵۰ کېږدۍ هم د دغو پېښو له امله له زيانمنې شوې دي.

دغه راپور وايي، طوفان، سختو بارانونو او وروستیو سېلابونو په دغو ولایتونو کې د اوبو او روغتیايي تاسيسان هم زیانمن کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په زيانمن شویو ولایتونو کې کورنۍ خوراکي توکو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو او رواني روغتیا ته «بېړنۍ اړتیا» لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په څه باندې شپږو ولایتونو کې وروستیو توپانونو، سختو بارانونو او سېلابونو ، ځايي اوسېدونکو ته ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.