افغانستان

د سپین بولدک دروازه یو ځل بیا د ترافیکو پرمخ وتړل شوه

د هېواد په سوٸلي ولايت  کندهار کې د سپین بولدک دروازه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه مهمه دروازه ده، له څه کم یوې ورځې خلاصېدو وروسته د تګ راتګ پر وړاندې  وتړل شوه.

له کندهار څخه  سرچینو آمو ته ویلي، دغه لاره د یکشنبې په ورځ د پاکستاني چارواکو له خوا د کډوالو د ایستلو لپاره پرانستل شوه، خو د دوشنبې پر سهار بېرته وتړل شوه.

دسرچينو د معلوماتو پر بنسټ، پاکستاني چارواکو دغه دروازه  ځکه تړلې ده چې افغان وګړي له پولې د اوښتو قانوني اسناد پرته له دغه دروازې تېرېدل لري.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو په وروستیو میاشتو کې څو ځلې له افغانستان سره خپلې سرحدي دروازې تړلې دي.

پاکستاني لوري د دغه دروازو د تړلو لامل د هغو افغانانو د پاسپورټونو او ویزو نشتوالى وباله، چې غواړي دغه هېواد ته داخل شي..