افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې نږدې ٤ زره کډوال ايستلي

Afghan migrants returning from Pakistan. File photo.

په یوه ورځ کې نږدې څلور زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه ویستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون ( یکشنبه، د چنګاښ٣١مه) له ایران او پاکستان څخه ۳زره۷۷۵ کسان په زوره او په خپله خوښه ایستل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ایران ۳زره۲۶۹ کډوال او پاکستان ۵۰۶ کډوال ايستلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه وزارت وايي چې ۲۳۱ تنه د تورخم او ۲۷۵ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

په همدې حال کې او د دغه په خبرپاڼې پر بنسټ، تر دې دمه يو زرو ۳۲۹ کسان د هرات د اسلام کلا له لارې او يو زرو۹۴۰ تنه نور د نیمروز ولایت د ورېښمو پولې له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان دوه ورځې وړاندې تر ٥ زرو ډېر افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه ایستلي دي.