افغانستان

اوچا: په افغانستان کې هره میاشت ۱۱۰ تنه د چاودېدونکو توکو قرباني کیږي

په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، هره میاشت په ټول هېواد کې ۱۱۰ تنه کسان د چادېدونکو توکو قرباني کېږي.

اوچا په یوه راپور کې ویلي، تېر زيږديز کال ۸۹ سلنه قربانیان ماشومان وو.

په دغع راپور کې راغلي، چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې ۴۵زره کسان د ځمکنیو ماینونو او پاتې شويو ناچاودو توکو له امله وژل شوي دي.

دغه سازمان وايي، د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ دفتر تر ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خپلو عملیاتو د دوام لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ دی.

اوچا وايي، که په هېواد کې د ماین پاکۍ خدمتونه تمویل نه شي، په افغانستان کې به د ۳،۴ میلیونه وګړو ژوند له خطر سره مخ شي.

په راپور کې ویل شوي، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په ځمکنیو ماینونو او له جګړې  پاتې شونو چاودېدونکو توکو ککړ دی، چې په پام وړ کچه په هېواد کې بیا رغونه او ثبات ګډوډوي.

د اوچا په راپور کې دا هم ویل شوي چې په ټول افغانستان کې ۱.۲ میلیونه متر مربع  ځمکه د ځمکنیو ماینونو، چاودېدونکو توکو او له جګړې د پاتې شونو چاودېدونکو توکو له امله ککړه شوې ده.

اوچا ویلي چې په افغانستان کې په ککړه ځمکه کې ۲۶۲ ولسوالۍ شاملې دي، چې پکې ښوونيزو ادارو او د اوبو سرچینو ته نږدې سیمې هم شاملې دي.

د دغه راپور له مخې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې ۱۴۰۱ تنه کسان په دغو چاودنو او د جګړې د پاتې شونو چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي چې ۸۶ سلنه یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د دغو پېښو یو اصلي عامل په افغانستان کې د کورنیو له خوا د عوایدو لاسته راوړلو لپاره د فلزي پارچو راټولول يادوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغه راپور پر بنسټ، په تېر يو کال کې د دغو پېښو څخه ٨٨ سلنه يې د جګړو څخه د پاتې شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې دي.