نړۍ

کاملا هرېس د ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپله نوماندي اعلان کړه

وروسته له هغه چې ولسمشر جو بایډن د ٢٠٢٤کال د ولسشمريزو ټاکنو څخه د څنډې ته کېدو په اړه اعلان وکړ، د هغه مرستیالٸ، کاملا هرېس،  په يادو ټاکنو کې د بایډن د ځاي ناستې لپاره خپله نوماندي اعلان کړه.

آغلې هرېس پر اېکس په یوه ليکنه کې ویلي چې هغه د ولسمشر د تایید په ترلاسه کولو ویاړي او هدف یې د امریکا د راتلونکو ټاکنو ګټل دي.

هغې ويلي، «زه به د ډیموکراټ ګوند او زمونږ د ملت د متحدولو او په ٢٠٢٥کال کې د ډونالډ ټرمپ او د هغه افراطي پلانونو ته د ماتې ورکولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړم.»

هرېس همداراز د امریکا له خلکو د هغې د ټاکنيز کمپاین لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

آغلې هرېس پر اېکس ليکلي: «که تاسو زما سره یاست ، همدا اوس مو یوه مالي مرسته اضافه کړئ.»

هغې د متحده ایالاتو په حکومت کې د جوبایډن مشري «خارق العاده » وبلله او له هغه او د امریکا د خلکو څخه یې مننه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې جو بایډن د یکشنبې په ورځ د ٢٠٢٤ کال له ټاکنیز کمپاینونو څخه د وتلو اعلان وکړ.

هغه د امریکا خلکو ته لیکلي « د ولسمشر په توګه ستاسو خدمت کول زما د ژوند ترټولو لوی ویاړ دی. په داسې حال کې چې ما د بیا ټاکل کیدو اراده درلوده، خو باور لرم چې زما د ګوند او هېواد په ګټه څنډې ته شم. او یوازې د خپلې پاتې مودې لپاره د ولسمشر په توګه د خپلو دندو په ترسره کولو تمرکز وکړم.»

ښاغلي بایډن زياته کړې، چې د دې اونۍ په وروستیو کې به د پرېکړې په اړه په ډیر تفصیل سره له خلکو سره خبرې وکړي.

ولسمشر همداراز ويلي، چې متحده ایالات هيڅکله د نن ورځې په پرتله د رهبري کولو لپاره په «ښه موقعيت» کې نه و.