افغانستان

طالبانو په بدخشان کې د موسیقۍ ۴۵ آلې سوځولي

طالبان وايي، د هېواد په شمال ختیځ ولايت بدخشان کې یې د موسیقۍ ۴۵ آلې سوځولي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې  غړي سمیع الله سروش په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه وسایل د بدخشان له بېلابېلو ولسوالیو راټول شوي دي.

طالبانو ویلي چې د موسیقۍ د وسایلو د ټولولو په تړاو یې هيڅوک نه دي نیولي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د موسيقۍ سلګونه آلې سوځولي دي.  تازه، څه موده وړاندې د طالبانو له خوا په سرپل ولایت کې هم د موسیقۍ وسایل سوځول شوي دي.

طالبانو د «شریعت له مخې» د موسیقۍ اورېدل او غږول منع کړي دي.