سویلي آسیا

پاکستان په فرانکفورت کې پر خپلې کونسلګرۍ برید وغانده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د پاکستان پر کونسلګرۍ برید په کلکه غندلی دی.

په دغه خبرپاڼې کې ويل شوي چې الماني چارواکي د دغه هېواد د ډيپلوماتيکو احاطو د حرمت او امنيت په ساتنه کې پاتې راغلي دي.

پاکستان پرون(شنبه، د چنګاښ٣١مه)  په فرانکفورت کې پر خپلې کونسلګرۍ د برید عاملين د یوې «افراطي ډلې» په توګه ياد کړي دی.

  هغه وېډیوګانې چې له دې پېښې خپرې شوې،  یوه ډله خلک ښيي چې د پخواني افغان حکومت بیرغ یې په لاس کې دی او په فرانکفورت کې د پاکستان پر کونسلګرۍ برید کوي او د پاکستان بیرغ ښکته کوي.

د دې پیښې اصلي انګیزه لاهم روښانه نه ده؛ خو سرچینې دغه پېښه په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه غړي له وژل کېدو سره تړلې بولي.

په دغه خبرپاڼه کې د ۱۹۶۳ کال د ویانا کنوانسیون په استناد راغلي چې کوربه هیواد د دیپلوماتیکو احاطو د ساتنې او خوندیتوب مسوولیت لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په فرانکفورټ کې د پاکستان د کونسلګرۍ امنیت نقض شوی او د کارکوونکو ژوند یې په خطر کې لوېدلى دى.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، «مونږ د جرمني په حکومت غږ کوو چې د ویانا د کنوانسیون پربنسټ د خپلو مکلفیتونو د پوره کولو لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي او په جرمني کې د پاکستاني ډیپلوماتیکو ماموریتونو او کارکوونکو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.»

پاکستان همداراز پر جرمني چارواکو غږ کړی چې په فرانکفورت کې د جرمني پر کونسلګرۍ د برید عاملین ونیسي او محاکمه کړي.