افغانستان

طالبانو د ۱۴۰۳لمريز کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د  ازموينو ملي ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د ١٤٠٣هـ   لمريز  کال د کانکور ازموینې وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د دغه پایلو پر بنسټ، اتل خان رحیم زوی د ۱۴۰۳هـ لمريز کال د عمومي اولنمره په توګه وپېژندل شو. هغه د ۳۵۹.۶۱ نمرو په ترلاسه کولو د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته لار ومونده.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، د بلخ د مهر خصوصي لېسې فارغ حميد هاشمي د ۳۵۷.۷۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د سږ کال کانکور ازموينې کې د دويم مقام ترلاسه کړى او د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته يې لار موندلې ده.

په همدې حال کې شفیع الله نظامي د روان کال په کانکور ازموینه کې د ۳۵۷.۲۵ نمرو په ترلاسه کولو سره دریم مقام خپل کړی او د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د ازموینو د ملي ادارې د خبرپاڼې پر بنسټ، ارشاد احمد د محمد نعمان اعظمي زوی او صفي الله مهاجر د محمد یوسف زوی د ۱۴۰۳ کال د کانکور په ازموینه کې څلورم او پنځم مقامونه خپل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نجونې د کانکور په ازموینه کې له ګډون کولو منع کړې دي.

طالبانو له تېرو دریو کلونو راهیسې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو دروازې تړلي او پوهنتونونو ته یې د نجونو او ښځو پر تګ هم بندیز لګولی دی.