افغانستان

اتل خان رحيمزوى د ١٤٠٣ کال د  ازموينې عمومي اولنمره شو

د طالبانو تر واک لاندې د ازموينو ملي ادارې نن ( یکشنبه، د چنګاښ٣١مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ١٤٠٣ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.

د پایلو له مخې اتل خان رحیمزي د ۳۵۹،۶ نمرو په اخیستو سره د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموينې عمومي اولنمره شو.

هغه د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته لار موندلې ده.

نوموړی د کابل د حبیبیې لېسې له دولسم ټولګي فارغ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.

طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو دراوزې تړلي او پوهنتونونو ته یې د نجونو او ښځو پر تګ هم بندیز لګولی دی.