د طالبانو په تر واک لاندې د ملي ازموينو ملي اداره وايي، د سږني کال د کانکور ازموینو پایلې اعلانوي.
د طالبانو تر واک لاندې دغه ادارې پر اېکس ليکلي: «د ۱۴۰۳ کانکور ازموینې پایلې به نن (یکشنبه، د چنګاښ ۳۱) د سهار په لسو بجو اعلان شي.»
دغه رياست د ۱۴۰۳ کال د کانکور د ازموينې پايلې اعلانوي، چې طالبانو پر افغانستان د واک تر لاسه کولو راهيسې نجونې په دې ازموينه کې له ګډونه منع کړې دي.
له بل پلوه، طالبانو له شاوخوا دریو کلونو راهیسې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې تړلې دي او هغو نجونو ته یې د کانکور په ازموينه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې چې تر دولسم ټولګي کې زده کړې کړې وې.
له بلې خوا، کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د پوهنتونونو دروازې یې هم د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې.
د يادونې وړ ده، چې د نجونو او ښځو د زده کړو په وړاندې د طالبانو دغه سياست د نړۍ او اسلامي هېوادونو له توند او جدي غبرګون سره مخ شوى دى؛ خو دوی خپله تګلاره نه ده بدله کړې.