د افغانستان د زرغون بهیر استخباراتي واحد «وارسا» چې مشري یې د پخواني ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح کوي، ویلي چې د بشیر په نوم یو طالب چارواکی، چې د طالبانو د ۳۷۶م استخباراتو مشر دی، «ډیر ژر» به د یوه استرالیايي وګړي په تښتونې کې د لاس لرلو په تور له دندې ګوښه شي.
وارسا پرون (شنبه، د چنګاښ ۳۰مه) زیاته کړه، «ښايي طالبان د تښتونې په ناوړه جرم کې د هغه لاس لرلو د پټولو لپاره د هغه د ګوښه کېدو لامل رواني ستونزې لرل ياد کړي.»
آمو په خپلواکه توګه د دې ادعا صحت نه شي تاییدولی، خو د افغانستان د زرغون بهیر استخباراتي څانګه ادعا کوي چې د جیمز په(مستعار) نوم یو استرالیایي وګړى په دې وروستیو کې په کابل کې «تښتول شوی» دی.
ښاغلي صالح همداراز ادعا کړې چې طالبانو دغه سړی د« بشیر اړوند له یوه خوندي کور» څخه موندلی او خوشې کړی دی.
په همدې حال کې طالبانو د دې قضيې په تړاو ښاغلی بشير نيولی، خو د رسا په وينا له ۱۵ ورځو وروسته خوشې شوی دی.
د افغانستان د زرغون بهیر استخباراتي څانګې ویلي چې ښاغلی بشیر د طالبانو د استخباراتو د مشر ملا عبدالحق وثیق نږدې کس دى.
وارسا همداراز زیاته کړې، «بشیر له یوه کال راهیسې د ننګرهار ولایت د استخباراتو رئیس و او د شخصي دښمنیو او د سلفیانو او د داعش د غړیتوب په تور یې د دغه ولایت سلګونه اوسېدونکي وژلي دي، په ننګرهار کې د دغه سړي جنایتونه دومره ډېر وو چې ګمان کېده چې لیونی دی.»