د چین په شان شي ولایت کې د سېلابونو له امله د یوه پله د نړېدو په پایله کې ۱۱ تنه مړه شوي دي.
سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه پله د نړېدو له امله یو شمېر موټرونه په سیند کې لوېدلي دي.
دغه پيښه تېره شپه په شانګلو ښار کې رامنځته شوې ده.
د چین د اور وژنې سازمان او د ژغورنې ملي ادارې د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ژغورنې ۸۵۹ کسیزه ډله له ۹۰ موټرو، ۲۰ کښتیو او ۴۱ بې پیلوټه الوتکو سره دغه ښار ته استول شوې ده.