د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دوی د اوبو څاګانې وچې شوي او له لرې واټنه د اوبو د راوړلو لپاره په ساعتونو انتظار باسي.
د پلازمېنې یو شمېر نور اوسېدونکي هم اړ شوي، چې د خپلې ډوډۍ د سهمیې په پیسو اوبه واخلي.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دوی د اوبو څاګانې چې تر ۱۲۰ مترو پورې ژورې دي وچې شوې او اوس د اوبو کمښت د کابل ښار د ډېرو خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی دی.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي، خو اړ دي چې یوه بوشکه اوبه په شل افغانۍ واخلي.
د کابل اوسېدونکی وايي: «موږ اوبه نه لرو، یوه بوشکه اوبه په شل افغانۍ اخلو، زموږ یوه بوشکه اوبه ۱۶ لیتره دي، دا هیڅ هم نه کوي، موږ یې نه څښو، موږ یې نه شو څښلی، یوازې د یو وخت لپاره یې څښو، د جامو مینځل ستونزمن دي، دا د ښځو لپاره خورا ستونزمن دی.»
د کابل اوسېدونکی وايي: «د دشت برچي خلک په ځانګړې توګه د پل سرخ خلک اوبه نه لري، خلک بې وزله دي، یوه بوشکه اوبه په شل افغانۍ اخلي، خلک په شل افغانۍ یوه بوشکه اوبه اخلي.»
اوبو ته انتظار د کابل د دې سیمې د اوسېدونکو لپاره ورځنی کار ګرځېدلی دی.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او اړ دي چې په خپل ورځني عاید اوبه واخلي.
کابل ښاریان هم د طالبانو تر ادارې لاندې د اوبو رسولو پر ریاست نیوکه کوي چې د اوبو په وېش او مدیریت کې پاتې راغلی او خلک اوبو ته لاس رسی نه لري.
د طالبانو تر ادارې لاندې د اوبو رسولو ریاست ونه غوښتل چې په دې اړه له موږ سره خبرې وکړي، خو مخکې یې ویلي چې د ژورو څاګانو کیندل، د اوبو د تولیدونکو شرکتونو زیاتوالی او د لوړو ودانیو جوړول په کابل کې د اوبو د کمښت لاملونه بلل کېږي.