په یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه څه باندې څلور زره افغان کډوال ایستل شوي او بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن (شنبه، د چنګاښ ٣٠مه) ۴زرع۲۳۳ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول او په خپله خوښه ایستل شوي دي.
د دغه وزارت زياتوي، ایران ۳زره۵۰۴ او پاکستان ۷۲۹ کسان ایستلي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ۳۹۷ تنه د تورخم له لارې او ۳۳۲ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
په همدې حال کې او د دغه خبرپاڼې له مخې يوزرو ٣٠٧ تنه د هرات د اسلام کلا له لارې او ٢زره١٩٧ تنه د د پل ابرېشم د پولې له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان تازه راپور ورکړی چې د روان زيږديز کال د اپریل مياشتې له لومړۍ نیټې څخه د جون تر پایه ۵۳۲زره۸۵۴ افغانانو خپل هېواد پرېښى دى.